دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 265449
د هېواد په ۸ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۱ تنه نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په اتو ولایتونو کې یې ۴۱ تنه د غلا، قتل، د اسنادو جعل، قمار او الکولي مشروباتو د استعمال په تور نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د یو لړ ټویټونو په ترڅ کې اعلان کړی چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۱ تنه د جنایی جرمونو په تړاو نیول شوی دی.
 
د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ۴۱ کسان له کابل، سرپل، فراه، هرات، بغلان، خوست، نیمروز او تخار ولایتونو څخه نیول شوي دي.
 
د کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې د دغو کسانو د نيولو خبر ورکوي، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې جنايي جرمونه زيات شوي او ډېرى خلک شکايت کوي.
 
په ورته وخت کې د فراه ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې ۲.۵ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په هېواد کې د جنايي جرمونو په تړاو يو شمېر کسان نيول شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcfjtd01w6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته