کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېره يوه مياشت کې په هېواد کې د سختې يخنۍ او ناروغۍ له امله سلګونه ماشومان مړه شوي دي

25 دلو 1401 ساعت 11:27

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې سلګونه افغان ماشومان د سړې هوا او ناروغیو له امله مړه شوي دي.


آوا - کابل: یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د دوشنبې په ورځ (دلوې ۲۴) د یوه ټویټ په خپرولو سره اعلان وکړ چې په افغانستان کې ژمی د هیواد د ټولنې تر ټولو زیانمنې طبقې یعنی ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. .
 
یونیسف دا هم ویلي، چې د روان کال د ژمي په یوه میاشت کې په افغانستان کې په سلګونو ماشومان د یخنۍ او له هغې څخه د پیدا شویو ناروغیو له امله مړه شوي دي.
 
د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د معلوماتو له مخې دغه شمېر ماشومان د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې په ټول افغانستان کې مړه شوي دي.
 
یونیسف دا خبره په یوه ټویټ کې کړې، خو د وژل شویو ماشومانو د شمېر په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
 
له بلې خوا یونیسف وايي چې په تېرو اوونیو کې یې ماشومانو ته څه باندې شپږ زره جامې ورکړي او په ورته وخت کې یې پر ۱۴ زره کورنیو نغدې پیسې وېشلي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت په هېواد کې سختې یخنۍ له ۳۰۰ ډېر کسان ووژل او زرګونه کسان د یخنۍ له امله د تنفسي ناروغیو له امله روغتونونو ته لیږل شوي دي.
 


د مطلب کود: 265458

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265458/په-تېره-يوه-مياشت-کې-هېواد-د-سختې-يخنۍ-او-ناروغۍ-له-امله-سلګونه-ماشومان-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com