دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 265458
په تېره يوه مياشت کې په هېواد کې د سختې يخنۍ او ناروغۍ له امله سلګونه ماشومان مړه شوي دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې سلګونه افغان ماشومان د سړې هوا او ناروغیو له امله مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د دوشنبې په ورځ (دلوې ۲۴) د یوه ټویټ په خپرولو سره اعلان وکړ چې په افغانستان کې ژمی د هیواد د ټولنې تر ټولو زیانمنې طبقې یعنی ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. .
 
یونیسف دا هم ویلي، چې د روان کال د ژمي په یوه میاشت کې په افغانستان کې په سلګونو ماشومان د یخنۍ او له هغې څخه د پیدا شویو ناروغیو له امله مړه شوي دي.
 
د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د معلوماتو له مخې دغه شمېر ماشومان د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې په ټول افغانستان کې مړه شوي دي.
 
یونیسف دا خبره په یوه ټویټ کې کړې، خو د وژل شویو ماشومانو د شمېر په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
 
له بلې خوا یونیسف وايي چې په تېرو اوونیو کې یې ماشومانو ته څه باندې شپږ زره جامې ورکړي او په ورته وخت کې یې پر ۱۴ زره کورنیو نغدې پیسې وېشلي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت په هېواد کې سختې یخنۍ له ۳۰۰ ډېر کسان ووژل او زرګونه کسان د یخنۍ له امله د تنفسي ناروغیو له امله روغتونونو ته لیږل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfttd0cw6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته