کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ځوانان د دولت تر ټولو مهم عنصر دی

26 دلو 1401 ساعت 12:57

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين نيمروز ولايت ته د يوه سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له سلګونو ځوانانو سره وکتل. هغه ځوانان د حکومت تر ټولو مهم عنصر وباله.


آوا: په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین قاري محمد یونس رشید د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د ځوانانو همکاري او همغږي د ثبات په ټینګښت کې مهمه ده.
 
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې دولت یوه کورنۍ وبلله او ځوانان یې د دې کورنۍ تر ټولو مهم عنصر وباله.
 
داطلاعاتو او کلتور وزارت دځوانانو دچارو معين دغه راز زياته کړه : داسلامي امارت نظام دخلکو په هيلو ولاړ نظام دى .
 
د هېواد د ځوانانو چارو د وزير له وينا وروسته د نيمروز ولايت ځوانانو په ازاده توګه د دغه ولايت د ځوانانو د ټولنيزو ستونزو په اړه خپلې ستونزې، نيوکې او وړانديزونه مطرح کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.
 
ویل کېږي چې دا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین دوهم سفر دی چې له ځوانانو سره یې لیده کاته کوي.
 


د مطلب کود: 265528

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265528/ځوانان-د-دولت-تر-ټولو-مهم-عنصر-دی

آوا
  https://www.avapress.com