دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 265528
ځوانان د دولت تر ټولو مهم عنصر دی
د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين نيمروز ولايت ته د يوه سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له سلګونو ځوانانو سره وکتل. هغه ځوانان د حکومت تر ټولو مهم عنصر وباله.
افغان غږ خبری آژانس: په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین قاري محمد یونس رشید د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د ځوانانو همکاري او همغږي د ثبات په ټینګښت کې مهمه ده.
 
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې دولت یوه کورنۍ وبلله او ځوانان یې د دې کورنۍ تر ټولو مهم عنصر وباله.
 
داطلاعاتو او کلتور وزارت دځوانانو دچارو معين دغه راز زياته کړه : داسلامي امارت نظام دخلکو په هيلو ولاړ نظام دى .
 
د هېواد د ځوانانو چارو د وزير له وينا وروسته د نيمروز ولايت ځوانانو په ازاده توګه د دغه ولايت د ځوانانو د ټولنيزو ستونزو په اړه خپلې ستونزې، نيوکې او وړانديزونه مطرح کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.
 
ویل کېږي چې دا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین دوهم سفر دی چې له ځوانانو سره یې لیده کاته کوي.
 
https://avapress.com/vdcdxk0xjyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته