کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوړو زده کړو وزارت له جاپان څخه د تحصیلي همکاریو د زیاتولو او د تحصیلي بورسونو د ورکړې غوښتنه وکړه

26 دلو 1401 ساعت 13:43

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره په کتنه کې له توکیو وغوښتل چې له افغانستان سره د تحصیلي او طبي موسسو د ودانیزو پروژو تر څنګ د تجربه لرونکو استادانو د روزنې او د تحصیلي بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له خوا نن چهارشنبه د دلوې ۲۶ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جاپان سفیر هم د علمي اړیکو پر ټینګښت او د علمي او کلتوري همکاریو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د څېړنو پر تجربو ټینګار وشو.
 
تاکاشي اوکاتا همداراز یادونه وکړه چې جاپان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او خپلو بشري مرستو ته به دوام ورکړي.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست هم ډاډ ورکړ چې کابل له نړیوالې ټولنې سره ښو اړیکو ته ژمن دی او غواړي چې له جاپان سره دغو اړیکو ته دوام ورکړي.
 


د مطلب کود: 265538

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265538/د-لوړو-زده-کړو-وزارت-له-جاپان-څخه-تحصیلي-همکاریو-زیاتولو-او-بورسونو-ورکړې-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com