دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 265538
د لوړو زده کړو وزارت له جاپان څخه د تحصیلي همکاریو د زیاتولو او د تحصیلي بورسونو د ورکړې غوښتنه وکړه
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره په کتنه کې له توکیو وغوښتل چې له افغانستان سره د تحصیلي او طبي موسسو د ودانیزو پروژو تر څنګ د تجربه لرونکو استادانو د روزنې او د تحصیلي بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له خوا نن چهارشنبه د دلوې ۲۶ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جاپان سفیر هم د علمي اړیکو پر ټینګښت او د علمي او کلتوري همکاریو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د څېړنو پر تجربو ټینګار وشو.
 
تاکاشي اوکاتا همداراز یادونه وکړه چې جاپان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او خپلو بشري مرستو ته به دوام ورکړي.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست هم ډاډ ورکړ چې کابل له نړیوالې ټولنې سره ښو اړیکو ته ژمن دی او غواړي چې له جاپان سره دغو اړیکو ته دوام ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcexn8wvjh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته