کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت ترکيې ته د انتقال په اړه د افواه خپورونکو د نيولو اعلان وکړ

27 دلو 1401 ساعت 11:41

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څارنې رئیس عبدالحق حماد وایي، چې د کابل له هوایي ډګر څخه ترکیې ته د خلکو د لېږدولو اوازې جوړونکي نیول شوي دي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څارنې رئیس عبدالحق حماد نن پنجشنبه (دلوې ۲۷) په یوه ټویټ کې لیکلي؛ هغه توهين کوونکي چې ځانونه يې د اسلامي امارت د حکومت برخه ګڼله او د هوايي ډګر مخې ته يې د هېوادوالو سپکاوی کاوه هم نيول شوي دي.
 
د یادولو ده، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ماښام هم یو شمېر هېوادوالو د کابل پر هوايي ډګر په لور حرکت وکړ او ادعا شوې وه، چې یاد کسان ترکیې ته لېږدول کېږي.
 


د مطلب کود: 265575

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265575/اسلامي-امارت-ترکيې-ته-د-انتقال-په-اړه-افواه-خپورونکو-نيولو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com