دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 265575
اسلامي امارت ترکيې ته د انتقال په اړه د افواه خپورونکو د نيولو اعلان وکړ
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څارنې رئیس عبدالحق حماد وایي، چې د کابل له هوایي ډګر څخه ترکیې ته د خلکو د لېږدولو اوازې جوړونکي نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څارنې رئیس عبدالحق حماد نن پنجشنبه (دلوې ۲۷) په یوه ټویټ کې لیکلي؛ هغه توهين کوونکي چې ځانونه يې د اسلامي امارت د حکومت برخه ګڼله او د هوايي ډګر مخې ته يې د هېوادوالو سپکاوی کاوه هم نيول شوي دي.
 
د یادولو ده، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ماښام هم یو شمېر هېوادوالو د کابل پر هوايي ډګر په لور حرکت وکړ او ادعا شوې وه، چې یاد کسان ترکیې ته لېږدول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcfetd0tw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته