کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم لاره د مسافرو او ټولو موټرو پر مخ تړل شوې ده

1 حوت 1401 ساعت 11:52

په ننګرهار ولایت کې د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د تورخم دروازه تر بلې خبرتیا پورې د مسافرو او ټولو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.


آوا - کابل: محمد صدیق؛ په تورخم کې د اسلامي امارت استازي تېره شپه (یکشنبه، دلوې ۳۰) وویل چې پاکستاني لوري خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او له همدې امله د اسلامي امارت د مشرانو په حکم د تورخم دروازه تړل شوې ده.
 
اسلامي امارت له هیوادوالو غوښتي چې تورخم ته له تګ څخه ډډه وکړي.
 
اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي، چې د پاکستان له لوري یې مات شوې ژمنه څه وبلله، خو دا لا څرګنده نه ده چې پاکستان کومې ژمنې کړي چې نه دي پوره کړي.
 
تورخم د سپین بولدک ترڅنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ یو له مهمو لارو څخه دی.
 
پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې لارې د تړل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
 
خو د تورخم له پولې څخه ځینو دولتي سرچینو نن سهار (دوشنبه، حوت ۱) خبر ورکړ چې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو له پاکستاني پوځیانو سره نښته کړې او دا جګړه لا هم دوام لري.
 


د مطلب کود: 265764

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265764/د-تورخم-لاره-مسافرو-او-ټولو-موټرو-پر-مخ-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com