دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 265764
د تورخم لاره د مسافرو او ټولو موټرو پر مخ تړل شوې ده
په ننګرهار ولایت کې د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د تورخم دروازه تر بلې خبرتیا پورې د مسافرو او ټولو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: محمد صدیق؛ په تورخم کې د اسلامي امارت استازي تېره شپه (یکشنبه، دلوې ۳۰) وویل چې پاکستاني لوري خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او له همدې امله د اسلامي امارت د مشرانو په حکم د تورخم دروازه تړل شوې ده.
 
اسلامي امارت له هیوادوالو غوښتي چې تورخم ته له تګ څخه ډډه وکړي.
 
اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي، چې د پاکستان له لوري یې مات شوې ژمنه څه وبلله، خو دا لا څرګنده نه ده چې پاکستان کومې ژمنې کړي چې نه دي پوره کړي.
 
تورخم د سپین بولدک ترڅنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ یو له مهمو لارو څخه دی.
 
پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې لارې د تړل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
 
خو د تورخم له پولې څخه ځینو دولتي سرچینو نن سهار (دوشنبه، حوت ۱) خبر ورکړ چې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو له پاکستاني پوځیانو سره نښته کړې او دا جګړه لا هم دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcfvtd0jw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته