کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا په افغانستان کې د خوراکي توکو او کرنې د سکټور لپاره د مرستې بودیجه له ۲،۵ ملیارد ډالرو څخه زیاته اټکل کړې

1 حوت 1401 ساعت 16:33

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دفتر (OCHA) په وینا، په افغانستان کې د خوړو او کرنې په برخو کې د مرستې لپاره ۲.۵۹ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.


آوا: د دې دفتر د معلوماتو له مخې، د خوراکي توکو د لوړې بیې او د عاید د ټیټې کچې له امله د کورنیو د پیرودلو ځواک ټیټ دی.
 
اوچا وايي، سږ کال په افغانستان کې تر ۲۸ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې له ۲۳ میلیونه وګړو سره مرسته یې لومړیتوب دی.
 
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 265799

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265799/اوچا-په-افغانستان-کې-د-خوراکي-توکو-او-کرنې-سکټور-لپاره-مرستې-بودیجه-له-۲-۵-ملیارد-ډالرو-څخه-زیاته-اټکل-کړې

آوا
  https://www.avapress.com