دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 265799
اوچا په افغانستان کې د خوراکي توکو او کرنې د سکټور لپاره د مرستې بودیجه له ۲،۵ ملیارد ډالرو څخه زیاته اټکل کړې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دفتر (OCHA) په وینا، په افغانستان کې د خوړو او کرنې په برخو کې د مرستې لپاره ۲.۵۹ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
افغان غږ خبری آژانس: د دې دفتر د معلوماتو له مخې، د خوراکي توکو د لوړې بیې او د عاید د ټیټې کچې له امله د کورنیو د پیرودلو ځواک ټیټ دی.
 
اوچا وايي، سږ کال په افغانستان کې تر ۲۸ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې له ۲۳ میلیونه وګړو سره مرسته یې لومړیتوب دی.
 
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcdnk0xnyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته