کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تاجکستان کې د زلزله؛ د چین او افغانستان سرحدي سیمې هم ولړزولې

4 حوت 1401 ساعت 11:44

د تاجکستان په ختیځ کې له مرغاب ښار څخه ۵۹ کیلومتره لیرې په یوه سیمه کې د ریښتر په کچه د ۷.۲ درجې زلزله وشوه. دغې زلزلې د چین او افغانستان د بدخشان سرحدي سیمې هم لړزولې دي.


آوا - کابل: د چین دولتي ټلویزیون سي سي ټي وي د دغه هیواد د زلزلې مرکز په حواله خبر ورکړی، چې د ریکتر په کچه ۷،۲ درجې زلزلې په تاجکستان کې د سهار په ۸:۳۷ دقیقو لس کیلومتره ژوروالی سره دغه هیواد ولړزاوه.
 
د چين د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې ژورتيا د چين له پولې څخه ۸۲ کيلومتره واټن وه او د کاشغر او ارتوکس په ګډون د شينجيانګ په لويديځ کې په ځينو سيمو کې سخت احساس شوی دی.
 
د شينجيانګ دولتي رسنيو اعلان وکړ چې د شينجيانګ د اورګاډي ادارې د مسافر وړونکو اورګاډو تګ راتګ بند کړی دی.
 
د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د ریښتر په کچه د ۶.۸ درجې یوې زلزلې چې مرکز یې د تاجکستان په مرغاب کې و، د افغانستان د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ او د پاکستان ځینې سیمې هم لړزولې دي.
 
د افغانستان د بدخشان ولایت اوسېدونکي وايي، نن سهار یې د زلزلې ټکانونه احساس کړل.
 
تر اوسه په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې او احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.


د مطلب کود: 265931

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265931/په-تاجکستان-کې-د-زلزله-چین-او-افغانستان-سرحدي-سیمې-هم-ولړزولې

آوا
  https://www.avapress.com