دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 265931
په تاجکستان کې د زلزله؛ د چین او افغانستان سرحدي سیمې هم ولړزولې
د تاجکستان په ختیځ کې له مرغاب ښار څخه ۵۹ کیلومتره لیرې په یوه سیمه کې د ریښتر په کچه د ۷.۲ درجې زلزله وشوه. دغې زلزلې د چین او افغانستان د بدخشان سرحدي سیمې هم لړزولې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چین دولتي ټلویزیون سي سي ټي وي د دغه هیواد د زلزلې مرکز په حواله خبر ورکړی، چې د ریکتر په کچه ۷،۲ درجې زلزلې په تاجکستان کې د سهار په ۸:۳۷ دقیقو لس کیلومتره ژوروالی سره دغه هیواد ولړزاوه.
 
د چين د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې ژورتيا د چين له پولې څخه ۸۲ کيلومتره واټن وه او د کاشغر او ارتوکس په ګډون د شينجيانګ په لويديځ کې په ځينو سيمو کې سخت احساس شوی دی.
 
د شينجيانګ دولتي رسنيو اعلان وکړ چې د شينجيانګ د اورګاډي ادارې د مسافر وړونکو اورګاډو تګ راتګ بند کړی دی.
 
د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د ریښتر په کچه د ۶.۸ درجې یوې زلزلې چې مرکز یې د تاجکستان په مرغاب کې و، د افغانستان د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ او د پاکستان ځینې سیمې هم لړزولې دي.
 
د افغانستان د بدخشان ولایت اوسېدونکي وايي، نن سهار یې د زلزلې ټکانونه احساس کړل.
 
تر اوسه په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې او احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
https://avapress.com/vdcbfsb58rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته