کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان ولایت تاریخي ابدات د نړېدو له ګواښ سره مخ دي

4 حوت 1401 ساعت 16:47

د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د وخت په تېرېدو او د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې له امله د دغه ولایت ډېری تاریخي آثار د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او له بلې خوا د دغو لرغونو آثارو شاوخوا سیمې د زورواکو لخوا غصب شوی.


آوا – مزارشریف: د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتوري میراثونو او تاریخي ابداتو د ساتنې رئیس محمد امین عزیزي نن پنجشنبه (کب ۴) آوا ته وویل: په سمنګان کې ۹۱ تاریخي ابدات شتون لری، خو زیاتره یې له ویجاړۍ سره مخ دي او شاوخوا یې د زورواکو له خوا غصب شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د وخت په تېرېدو، بارانونو او د تېرو حکومتونو نه پاملرنه د سمنګان لرغوني آثار د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د حضرت سلطان ولسوالۍ هزار سماج کوکجر د دغه ولايت تر ټولو لرغونى تاريخي حوض دى، چې څلوېښت زره کاله پخوا تاريخ لري.
 
عزيزي دغه راز وويل، چې د دې ولايت د هزار سماج کوکجر، تخت رستم، لنګر کلا او يو شمېر نورو تاريخي آبداتو په شاوخوا کې له تېرو کلونو راهيسې د ځمکو غاصبينو ځمکې غصب کړې او په کې د استوګنې کورونه جوړ شوي، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست يې په اړه پلټنې کوي.
 
د هغه په ​​وينا، د اسلامي امارت د واکمنۍ له پيله په سمنګانو ولايت کې د لرغونو اثارو د غصب او کيندنې مخه نيول شوې، خو لا هم د دغو سيمو د ساتنې لپاره د امنيتي ځواکونو ګمارنې ته اړتيا ده.


د مطلب کود: 265961

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265961/د-سمنګان-ولایت-تاریخي-ابدات-نړېدو-له-ګواښ-سره-مخ-دي

آوا
  https://www.avapress.com