دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 265961
د سمنګان ولایت تاریخي ابدات د نړېدو له ګواښ سره مخ دي
د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د وخت په تېرېدو او د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې له امله د دغه ولایت ډېری تاریخي آثار د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او له بلې خوا د دغو لرغونو آثارو شاوخوا سیمې د زورواکو لخوا غصب شوی.
افغان غږ خبری آژانس – مزارشریف: د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتوري میراثونو او تاریخي ابداتو د ساتنې رئیس محمد امین عزیزي نن پنجشنبه (کب ۴) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په سمنګان کې ۹۱ تاریخي ابدات شتون لری، خو زیاتره یې له ویجاړۍ سره مخ دي او شاوخوا یې د زورواکو له خوا غصب شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د وخت په تېرېدو، بارانونو او د تېرو حکومتونو نه پاملرنه د سمنګان لرغوني آثار د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د حضرت سلطان ولسوالۍ هزار سماج کوکجر د دغه ولايت تر ټولو لرغونى تاريخي حوض دى، چې څلوېښت زره کاله پخوا تاريخ لري.
 
عزيزي دغه راز وويل، چې د دې ولايت د هزار سماج کوکجر، تخت رستم، لنګر کلا او يو شمېر نورو تاريخي آبداتو په شاوخوا کې له تېرو کلونو راهيسې د ځمکو غاصبينو ځمکې غصب کړې او په کې د استوګنې کورونه جوړ شوي، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست يې په اړه پلټنې کوي.
 
د هغه په ​​وينا، د اسلامي امارت د واکمنۍ له پيله په سمنګانو ولايت کې د لرغونو اثارو د غصب او کيندنې مخه نيول شوې، خو لا هم د دغو سيمو د ساتنې لپاره د امنيتي ځواکونو ګمارنې ته اړتيا ده.
https://avapress.com/vdcepn8wzjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته