کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې وچاودید

6 حوت 1401 ساعت 10:27

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې په فیض آباد ښار کې د خلکو د یوې غونډې په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړي، هدف ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا وپیږندل شو او نښه شو.


آوا - مزارشریف: د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي آوا ته وویل: نن سهار ۸:۳۰ بجې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د فیض آباد ښار د کابل بانک په دروازه کې د غونډې ځای ته چاودنه ورکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا وپېژندل شو او په نښه شو.
 
د هغه په ​​وينا، د دغه ځانمرګي بريد له امله چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په شمال ختيځ کې بدخشان او تخار د نورو ولايتونو په پرتله د زياتو چاودنو شاهد دي، چې تر ډېره په کې خلک او دولتي ځواکونه په نښه شوي دي.
 


د مطلب کود: 265988

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265988/په-بدخشان-کې-ځانمرګی-بریدګر-هدف-ته-له-رسېدو-مخکې-وچاودید

آوا
  https://www.avapress.com