دخپریدو نیټه :شنبه ۶ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 265988
په بدخشان کې ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې وچاودید
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې په فیض آباد ښار کې د خلکو د یوې غونډې په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړي، هدف ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا وپیږندل شو او نښه شو.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي افغان غږ خبری آژانس ته وویل: نن سهار ۸:۳۰ بجې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د فیض آباد ښار د کابل بانک په دروازه کې د غونډې ځای ته چاودنه ورکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا وپېژندل شو او په نښه شو.
 
د هغه په ​​وينا، د دغه ځانمرګي بريد له امله چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په شمال ختيځ کې بدخشان او تخار د نورو ولايتونو په پرتله د زياتو چاودنو شاهد دي، چې تر ډېره په کې خلک او دولتي ځواکونه په نښه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdjk0xjyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته