کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران له دغه هېواد څخه افغانستان ته د ډیزلو د لېږد بهیر د دوو نورو میاشتو لپاره غځولی دی

7 حوت 1401 ساعت 9:14

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ویلي دي چې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د تیلو د ډیزلو د لیږد اجازه د دوو نورو میاشتو لپاره غځول شوې ده.


آوا - تهران: د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی اقتصادی سلاکار محمد مهدی جوانمرد قصاب اعلان کړی، چې له ایران څخه افغانستان ته د ډیزلو د ترانزیت جواز به د دوو نورو میاشتو لپاره تمدید شی.
 
د ایران د محصلینو خبري آژانس (ایسنا) د هغه له قوله لیکلي دي: د طالبانو د حکومت (اسلامي امارت) د پرله پسې غوښتنو په پام کې نیولو سره چې ایران د تیلو د برابرولو او د دغه هیواد له اهدافو سره سم افغانستان ته د تیلو د لیږد اجازه ورکړې ده.
 
هغه څرګنده کړه: د ۱۴۰۱ کال د حوت له ۱۰مې نیټې څخه د ۱۴۰۲ کال د ثور له اوومې نیټې پورې د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران اسلامی جمهوریت سفیر حسن کاظمي په منظورۍ سره د ډیزلو د ټرانزیټ جواز د دوو میاشتو لپاره تمدید شو.
 
په ورته وخت کې له ایران څخه افغانستان ته د سونګ توکو د لېږد لړۍ غځول شوې، د ملي سټنډرډ ادارې له خوا له دغې لارې د ټیټ کیفیت د سون توکو د راګرځېدو پېښې هم زیاتې شوې دي. له دې مخکې د ایران اسلامي جمهوریت اعلان کړی و، چې راستانه شوي تېل د دغه هېواد پورې تړاو نه لري، بلکې یوازې د ایران له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.
 


د مطلب کود: 266037

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266037/ایران-له-دغه-هېواد-څخه-افغانستان-ته-د-ډیزلو-لېږد-بهیر-دوو-نورو-میاشتو-لپاره-غځولی-دی

آوا
  https://www.avapress.com