دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 266037
ایران له دغه هېواد څخه افغانستان ته د ډیزلو د لېږد بهیر د دوو نورو میاشتو لپاره غځولی دی
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ویلي دي چې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د تیلو د ډیزلو د لیږد اجازه د دوو نورو میاشتو لپاره غځول شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی اقتصادی سلاکار محمد مهدی جوانمرد قصاب اعلان کړی، چې له ایران څخه افغانستان ته د ډیزلو د ترانزیت جواز به د دوو نورو میاشتو لپاره تمدید شی.
 
د ایران د محصلینو خبري آژانس (ایسنا) د هغه له قوله لیکلي دي: د طالبانو د حکومت (اسلامي امارت) د پرله پسې غوښتنو په پام کې نیولو سره چې ایران د تیلو د برابرولو او د دغه هیواد له اهدافو سره سم افغانستان ته د تیلو د لیږد اجازه ورکړې ده.
 
هغه څرګنده کړه: د ۱۴۰۱ کال د حوت له ۱۰مې نیټې څخه د ۱۴۰۲ کال د ثور له اوومې نیټې پورې د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران اسلامی جمهوریت سفیر حسن کاظمي په منظورۍ سره د ډیزلو د ټرانزیټ جواز د دوو میاشتو لپاره تمدید شو.
 
په ورته وخت کې له ایران څخه افغانستان ته د سونګ توکو د لېږد لړۍ غځول شوې، د ملي سټنډرډ ادارې له خوا له دغې لارې د ټیټ کیفیت د سون توکو د راګرځېدو پېښې هم زیاتې شوې دي. له دې مخکې د ایران اسلامي جمهوریت اعلان کړی و، چې راستانه شوي تېل د دغه هېواد پورې تړاو نه لري، بلکې یوازې د ایران له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.
 
https://avapress.com/vdcjtme8auqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته