کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لسو میاشتو کې د ډبرو سکرو له صادراتو څخه څه باندې ۱۲ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه شوي

7 حوت 1401 ساعت 11:24

د مالیې وزارت وايي، چې د ۱۴۰۱ کال په لسو میاشتو کې ۷،۲ میلیونه ټنه سکاره د ګمرکونو له لارې له هېواده بهر صادر شوي او له هغې څخه څه باندې ۱۲ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.


آوا - کابل: د مالیې وزارت وايي چې د ډبرو سکرو له صادراتو څخه په بې ساري ډول عاید زیات شوی دی.
 
د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې له هېواد څخه نږدې ۹۴۸ زره ټنه سکاره صادر شوي او له دې تفاهم لیک څخه ۱ میلیارد او ۸۹۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي عواید ترلاسه شوي دي.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې د ۱۴۰۱ کال په لسو میاشتو کې نږدې ۲. د هېواد د ګمرکونو له لارې ۷ میلیونه ټنه سکاره صادر شوي او له دې تفاهم لیک څخه ۱۲ میلیارده او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي عواید ترلاسه شوي دي.
 
په همدې حال کې د ١٣٠١ لمريز کال په ژمي کې په هېواد کې د ډبرو سکرو بيه د پام وړ لوړه شوې ده.
 


د مطلب کود: 266052

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266052/په-لسو-میاشتو-کې-د-ډبرو-سکرو-له-صادراتو-څخه-څه-باندې-۱۲-میلیارده-افغانۍ-عواید-ترلاسه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com