دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 266052
په لسو میاشتو کې د ډبرو سکرو له صادراتو څخه څه باندې ۱۲ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه شوي
د مالیې وزارت وايي، چې د ۱۴۰۱ کال په لسو میاشتو کې ۷،۲ میلیونه ټنه سکاره د ګمرکونو له لارې له هېواده بهر صادر شوي او له هغې څخه څه باندې ۱۲ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت وايي چې د ډبرو سکرو له صادراتو څخه په بې ساري ډول عاید زیات شوی دی.
 
د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې له هېواد څخه نږدې ۹۴۸ زره ټنه سکاره صادر شوي او له دې تفاهم لیک څخه ۱ میلیارد او ۸۹۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي عواید ترلاسه شوي دي.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې د ۱۴۰۱ کال په لسو میاشتو کې نږدې ۲. د هېواد د ګمرکونو له لارې ۷ میلیونه ټنه سکاره صادر شوي او له دې تفاهم لیک څخه ۱۲ میلیارده او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي عواید ترلاسه شوي دي.
 
په همدې حال کې د ١٣٠١ لمريز کال په ژمي کې په هېواد کې د ډبرو سکرو بيه د پام وړ لوړه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcgn39xxak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته