کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حیرتان له بندر څخه ۲۶۵ واګون سوداګریزو توکو واردات او صادرات

8 حوت 1401 ساعت 9:55

د هېواد د اورګاډي ادارې له حیرتان بندر څخه د ۲۲۹ واګونونو د سوداګریزو توکو د واردولو او له دغه بندر څخه د ۳۶ نورو واګونونو د صادرولو خبر ورکړ.


آوا - مزار شریف: د اورګاډي پټلۍ ریاست ویاند عبدالسمیع دراني آوا ته وویل، چې پرون یکشنبه (حوت ۷) د سوداګریزو توکو ۲۲۹ واګونونه چې ټولټال ۱۳۸۹۰ ټنه وزن لري د حیرتان له لارې هېواد ته داخل شول.
 
د هغه په ​​وينا، ډېرى دغه وارداتي توکي خوراکي توکي دي.
 
دراني زياته کړه، چې د وارداتو په ترڅ کې د هرات د اورګاډي له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ٣٦ واګونونه پټاټي او مميزو چې ټولټال ٢٣٧١ ټنه وزن لري صادر شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له حيرتان بندر څخه د سوداګريزو توکو د لېږد پروسې له بيا پيلېدو وروسته په تېرو دوو اوونيو کې د سوداګريزو توکو څه باندې زر واګونونه هېواد ته داخل شوي دي.
 


د مطلب کود: 266113

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266113/د-حیرتان-له-بندر-څخه-۲۶۵-واګون-سوداګریزو-توکو-واردات-او-صادرات

آوا
  https://www.avapress.com