دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 266113
د حیرتان له بندر څخه ۲۶۵ واګون سوداګریزو توکو واردات او صادرات
د هېواد د اورګاډي ادارې له حیرتان بندر څخه د ۲۲۹ واګونونو د سوداګریزو توکو د واردولو او له دغه بندر څخه د ۳۶ نورو واګونونو د صادرولو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د اورګاډي پټلۍ ریاست ویاند عبدالسمیع دراني افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې پرون یکشنبه (حوت ۷) د سوداګریزو توکو ۲۲۹ واګونونه چې ټولټال ۱۳۸۹۰ ټنه وزن لري د حیرتان له لارې هېواد ته داخل شول.
 
د هغه په ​​وينا، ډېرى دغه وارداتي توکي خوراکي توکي دي.
 
دراني زياته کړه، چې د وارداتو په ترڅ کې د هرات د اورګاډي له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ٣٦ واګونونه پټاټي او مميزو چې ټولټال ٢٣٧١ ټنه وزن لري صادر شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له حيرتان بندر څخه د سوداګريزو توکو د لېږد پروسې له بيا پيلېدو وروسته په تېرو دوو اوونيو کې د سوداګريزو توکو څه باندې زر واګونونه هېواد ته داخل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcezp8wxjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته