کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښځو د فوټبال ملي لوبډله به ډېر ژر جوړه شي

9 حوت 1401 ساعت 14:06

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې په پام کې لري د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډله بیا جوړه کړي.


آوا - کابل: د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په دننه او بهر کې د فوټبال ښځینه لوبغاړو ته بلنه ورکړې چې د نوم لیکنې فورمې ډکې کړي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي:«د افغانستان د ښځينه فوټبال ملي لوبډلې د نويو تخنيکي کارکوونکو له هر اړخيزې کتنې وروسته چې ډېر ژر به معرفي شي، وړ لوبغاړي د غوراوي کمپ ته رابلل شوي دي. مشر روزونکی کولای شي هغه لوبغاړي وټاکي چې غواړي په ملي لوبډله کې ولوبیږي.»
 
د یادولو وړ ده چې په هیواد کې د اسلامي امارت په بیا راتګ سره د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډله منحل شوه او فعالیتونه یې ودرول شول.
 


د مطلب کود: 266216

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266216/د-ښځو-فوټبال-ملي-لوبډله-ډېر-ژر-جوړه-شي

آوا
  https://www.avapress.com