دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 266216
د ښځو د فوټبال ملي لوبډله به ډېر ژر جوړه شي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې په پام کې لري د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډله بیا جوړه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په دننه او بهر کې د فوټبال ښځینه لوبغاړو ته بلنه ورکړې چې د نوم لیکنې فورمې ډکې کړي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي:«د افغانستان د ښځينه فوټبال ملي لوبډلې د نويو تخنيکي کارکوونکو له هر اړخيزې کتنې وروسته چې ډېر ژر به معرفي شي، وړ لوبغاړي د غوراوي کمپ ته رابلل شوي دي. مشر روزونکی کولای شي هغه لوبغاړي وټاکي چې غواړي په ملي لوبډله کې ولوبیږي.»
 
د یادولو وړ ده چې په هیواد کې د اسلامي امارت په بیا راتګ سره د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډله منحل شوه او فعالیتونه یې ودرول شول.
 
https://avapress.com/vdcizqarqt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته