کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیواله ټولنه د افغانستان له پوهنې سره خپلو غیر مشروط مرستو ته دوام ورکوي

11 حوت 1401 ساعت 12:03

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د افغانستان د پوهنې له سرپرست مولوي حبیب الله آغا سره په کتنه کې وویل چې نړیواله ټولنه به له دغه هېواد سره د پوهنې په برخه کې خپلو غیر مشروط مرستو ته دوام ورکړي.


آوا - کابل: په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې رزا اوتو نبایوا په افغانستان کې د پوهنې وده او پرمختګ مهم وباله او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
د پوهنې وزارت سرپرست هم په دې کتنه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې د نړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره په نورو برخو کې هم مرستې وکړي.
 
باید یادونه وشي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ او ستر سیاسي بدلون وروسته د نورو دولتي او خصوصي ادارو تر څنګ د هېواد معارف هم له ستونزو سره مخ شو، خو د اوسني حکومت چارواکو تل ویلي چې په هېواد کې د پوهنې د پرمختګ لپاره هڅې کوي.
 


د مطلب کود: 266335

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266335/نړیواله-ټولنه-د-افغانستان-له-پوهنې-سره-خپلو-غیر-مشروط-مرستو-ته-دوام-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com