دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 266335
نړیواله ټولنه د افغانستان له پوهنې سره خپلو غیر مشروط مرستو ته دوام ورکوي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د افغانستان د پوهنې له سرپرست مولوي حبیب الله آغا سره په کتنه کې وویل چې نړیواله ټولنه به له دغه هېواد سره د پوهنې په برخه کې خپلو غیر مشروط مرستو ته دوام ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې رزا اوتو نبایوا په افغانستان کې د پوهنې وده او پرمختګ مهم وباله او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
د پوهنې وزارت سرپرست هم په دې کتنه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې د نړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره په نورو برخو کې هم مرستې وکړي.
 
باید یادونه وشي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ او ستر سیاسي بدلون وروسته د نورو دولتي او خصوصي ادارو تر څنګ د هېواد معارف هم له ستونزو سره مخ شو، خو د اوسني حکومت چارواکو تل ویلي چې په هېواد کې د پوهنې د پرمختګ لپاره هڅې کوي.
 
https://avapress.com/vdcaeinum49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته