کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کراچۍ له زندانه د ۱۳۷ افغان اتباعو خوشې کېدل

14 حوت 1401 ساعت 11:43

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې د کراچۍ له زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغانان خوشي شوي دي.


آوا: په پاکستان کې د افغانستان سفارت د شنبې په ورځ (حوت ۱۳) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې خوشي شوي کسان د چمن له لارې افغانستان ته لیږدول کیږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې اسلامي امارت د کراچۍ له زندانونو څخه د ۱۷۰ افغان اتباعو د خوشي کولو اعلان وکړ.
 
خو د راپورونو له مخې اوس هم شاوخوا ۶۰۰ افغانان د پاکستان په کراچۍ ښار کې بندیان دي.
 
له بلې خوا ویل کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د کراچۍ په زندان کې لږ تر لږه لس افغانان خپل ژوند يي له لاسه ورکړی دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت تل په ناقانونه توګه د افغان کډوالو په نيولو او له هغوى سره په ناوړه چلند تورن شوى دى.


د مطلب کود: 266462

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266462/د-کراچۍ-له-زندانه-۱۳۷-افغان-اتباعو-خوشې-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com