دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 266462
د کراچۍ له زندانه د ۱۳۷ افغان اتباعو خوشې کېدل
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې د کراچۍ له زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغانان خوشي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: په پاکستان کې د افغانستان سفارت د شنبې په ورځ (حوت ۱۳) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې خوشي شوي کسان د چمن له لارې افغانستان ته لیږدول کیږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې اسلامي امارت د کراچۍ له زندانونو څخه د ۱۷۰ افغان اتباعو د خوشي کولو اعلان وکړ.
 
خو د راپورونو له مخې اوس هم شاوخوا ۶۰۰ افغانان د پاکستان په کراچۍ ښار کې بندیان دي.
 
له بلې خوا ویل کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د کراچۍ په زندان کې لږ تر لږه لس افغانان خپل ژوند يي له لاسه ورکړی دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت تل په ناقانونه توګه د افغان کډوالو په نيولو او له هغوى سره په ناوړه چلند تورن شوى دى.
https://avapress.com/vdcb00b55rhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته