کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستاني پولیسو د عمران خان د نیولو لپاره د هغه پر کور چاپه وهلې ده

14 حوت 1401 ساعت 16:01

د پاکستان پولیسو په لاهور کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر کور د هغه د نیولو لپاره چاپه وهلې ده.


آوا - کابل: ځینو پاکستاني رسنیو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند مهم غړي فواد چوهدري د دغه ګوند له پلویانو غوښتي، چې د عمران خان کور ته څېرمه په لاهور کې زمان پارک ته ځانونه ورسوي. .
 
چوهدري وويل، د عمران خان د نيولو هر ډول هڅه به د دغه هېواد حالات نور هم پېچلي کړي.
 
له واکه د عمران خان له لېرې کېدو راهیسې د پاکستان د حکومت، عمران خان او د هغه د پلویانو ترمنځ ترینګلتیا مخ په زیاتېدو ده او د دغه هېواد د حکومت له خوا څو ځلې د نیول کېدو ګواښونه هم شوي دي.


د مطلب کود: 266493

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266493/پاکستاني-پولیسو-د-عمران-خان-نیولو-لپاره-هغه-پر-کور-چاپه-وهلې-ده

آوا
  https://www.avapress.com