دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 266493
پاکستاني پولیسو د عمران خان د نیولو لپاره د هغه پر کور چاپه وهلې ده
د پاکستان پولیسو په لاهور کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر کور د هغه د نیولو لپاره چاپه وهلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ځینو پاکستاني رسنیو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند مهم غړي فواد چوهدري د دغه ګوند له پلویانو غوښتي، چې د عمران خان کور ته څېرمه په لاهور کې زمان پارک ته ځانونه ورسوي. .
 
چوهدري وويل، د عمران خان د نيولو هر ډول هڅه به د دغه هېواد حالات نور هم پېچلي کړي.
 
له واکه د عمران خان له لېرې کېدو راهیسې د پاکستان د حکومت، عمران خان او د هغه د پلویانو ترمنځ ترینګلتیا مخ په زیاتېدو ده او د دغه هېواد د حکومت له خوا څو ځلې د نیول کېدو ګواښونه هم شوي دي.
https://avapress.com/vdcf1vd0mw6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته