کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو دوه کارخانې ویجاړې کړې

15 حوت 1401 ساعت 12:25

د اسلامي امارت دکورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره دمبارزې پولیسو دهیواد په ۹ ولایتونو کې د نشه يي توکو دوه کارخانې ویجاړې کړي، دکوکنارو ځینې کروندې یې پاکې کړي او ۱۸ تنه یې دنشه يي توکو دقاچاق او پلور په تور نیولي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: له دې جملې څخه په غور کې د نشه يي توکو دوې فابریکې کشف، ۲ ټنه د ۱۲۶ کیلو چرسو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي. په ننګرهار کې د نشه يي توکو د خرڅلاو په تړاو، څلور تنه له هرات، ۳ تنه له کندهار، ۳ تنه له کندز، ۲ تنه له کاپيسا، ۱ له بدخشان، ۱ تن له دایکندي او یو تن له کنړ څخه نیول شوي دي. .
 
د کورنیو چارو وزارت وایي، د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د کوکنارو کرل شوې کروندې د کوکنارو له بوټو پاکې شوې.
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د کوکنارو په کښت بندیز اعلان کړی و او اسلامي امارت هم د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې جدي عمل کړی و چې په دې وروستیو کې یې د کابل ښار پل سوخته هم پاک کړ چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر له ۴۰۰۰ څخه هم پکښي زیات وو.


د مطلب کود: 266527

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266527/کورنیو-چارو-وزارت-د-نشه-يي-توکو-دوه-کارخانې-ویجاړې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com