دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 266527
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو دوه کارخانې ویجاړې کړې
د اسلامي امارت دکورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره دمبارزې پولیسو دهیواد په ۹ ولایتونو کې د نشه يي توکو دوه کارخانې ویجاړې کړي، دکوکنارو ځینې کروندې یې پاکې کړي او ۱۸ تنه یې دنشه يي توکو دقاچاق او پلور په تور نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: له دې جملې څخه په غور کې د نشه يي توکو دوې فابریکې کشف، ۲ ټنه د ۱۲۶ کیلو چرسو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي. په ننګرهار کې د نشه يي توکو د خرڅلاو په تړاو، څلور تنه له هرات، ۳ تنه له کندهار، ۳ تنه له کندز، ۲ تنه له کاپيسا، ۱ له بدخشان، ۱ تن له دایکندي او یو تن له کنړ څخه نیول شوي دي. .
 
د کورنیو چارو وزارت وایي، د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د کوکنارو کرل شوې کروندې د کوکنارو له بوټو پاکې شوې.
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د کوکنارو په کښت بندیز اعلان کړی و او اسلامي امارت هم د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې جدي عمل کړی و چې په دې وروستیو کې یې د کابل ښار پل سوخته هم پاک کړ چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر له ۴۰۰۰ څخه هم پکښي زیات وو.
https://avapress.com/vdcdx90x5yt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته