کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک به نن دوشنبه د کب د میاشتې په ۱۵مه ۱۶ میلیونه ډالره لیلام کړي

15 حوت 1401 ساعت 12:32

د هېواد مرکزي بانک وايي، چې د هېواد د اسعارو د بازار د تنظيمولو په موخه به نن دوشنبه د وږي په ١٥مه، په يوه ليلام کې ١٦ ميليونه امريکايي ډالره وپلوري.


آوا - کابل: د هېواد مرکزي بانک پرون یکشنبه د سلواغې په ۱۴مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د بهرنیو اسعارو د بازار د تنظیم په موخه به د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ په بڼه نن دوشنبه، د کب په ١٥مه د لیلام کړي.
 
د هیواد مرکزي بانک د وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې پدې داوطلبۍ کې برخه واخلي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
د مرکزي بانک په اعلاميه کې راغلي چې د اسعارو د ليلام په ليلامونو کې د راکړې ورکړې جزوي تصفيه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې خپل پور په نغدو پيسو د افغانستان بانک ته وسپاري.
 
د یادولو وړ ده چې مرکزي بانک وخت په وخت د بازار د ثبات په خاطر ډالر د لیلام له لارې پلوري.


د مطلب کود: 266528

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266528/مرکزي-بانک-نن-دوشنبه-د-کب-میاشتې-په-۱۵مه-۱۶-میلیونه-ډالره-لیلام-کړي

آوا
  https://www.avapress.com