دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 266528
مرکزي بانک به نن دوشنبه د کب د میاشتې په ۱۵مه ۱۶ میلیونه ډالره لیلام کړي
د هېواد مرکزي بانک وايي، چې د هېواد د اسعارو د بازار د تنظيمولو په موخه به نن دوشنبه د وږي په ١٥مه، په يوه ليلام کې ١٦ ميليونه امريکايي ډالره وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد مرکزي بانک پرون یکشنبه د سلواغې په ۱۴مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د بهرنیو اسعارو د بازار د تنظیم په موخه به د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ په بڼه نن دوشنبه، د کب په ١٥مه د لیلام کړي.
 
د هیواد مرکزي بانک د وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې پدې داوطلبۍ کې برخه واخلي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
د مرکزي بانک په اعلاميه کې راغلي چې د اسعارو د ليلام په ليلامونو کې د راکړې ورکړې جزوي تصفيه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې خپل پور په نغدو پيسو د افغانستان بانک ته وسپاري.
 
د یادولو وړ ده چې مرکزي بانک وخت په وخت د بازار د ثبات په خاطر ډالر د لیلام له لارې پلوري.
https://avapress.com/vdcewp8wvjh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته