کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کې غصب شوې ځمکې به بیرته راوګرځول شي

17 حوت 1401 ساعت 14:09

د عدليې وزارت وايي، د مولوي عبدالحکيم شري په مشرۍ د ځمکو د غصب د مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسيون غړي د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه ننګرهار ولايت ته سفر کړى دى.


آوا - کابل: د عدلیې وزارت نن چهارشنبه د حوت ۱۸ مه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب کمیسیون ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.
 
د عدليې وزارت وايي، ننګرهار ولايت ته د دغه کمېسيون د غړو د سفر موخه د غصب شويو دولتي ځمکو بېرته راګرځول دي.
 
تر دې وړاندې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د کابل ولایت په ده سبز او پغمان ولسوالیو کې ۶۶۰۰ جریبه ځمکه د غصب پخلی کړی و.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دغه کمېسيون تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.
 
د یادولو وړ ده چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون شاوخوا لس میاشتې وړاندې د اسلامي امارت د مشر ملا هیبت الله اخندزاده لخوا د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه جوړ شو.


د مطلب کود: 266643

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266643/په-ننګرهار-ولایت-کې-غصب-شوې-ځمکې-بیرته-راوګرځول-شي

آوا
  https://www.avapress.com