افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عدلیې وزارت نن چهارشنبه د حوت ۱۸ مه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب کمیسیون ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.
د عدليې وزارت وايي، ننګرهار ولايت ته د دغه کمېسيون د غړو د سفر موخه د غصب شويو دولتي ځمکو بېرته راګرځول دي.
تر دې وړاندې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د کابل ولایت په ده سبز او پغمان ولسوالیو کې ۶۶۰۰ جریبه ځمکه د غصب پخلی کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه کمېسيون تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.
د یادولو وړ ده چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون شاوخوا لس میاشتې وړاندې د اسلامي امارت د مشر ملا هیبت الله اخندزاده لخوا د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه جوړ شو.