کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ

18 حوت 1401 ساعت 12:41

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړي استازي په کندهار کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې له افغانستان سره د دغه سازمان د ملاتړ پیغام اعلان کړ او د په افغانستان کې د ښځو او نجونو کار او زده کړو د ځنډولو پر پرېکړې د بیا کتنې پر اهمیت یې خبرې وکړې.


آوا - کابل: د اسلامي همکاریو سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او د کندهار مرستيال والي مولوي حيات الله محب سره و کندهار ته د خپل سفر پر مهال کتلي.
 
همدارنګه د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال سره هم کتلي دي.
 
د اسلامي همکاریو سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د طارق علي بخیت او مارکس پوتزل تر منځ په لیدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه د افغانستان د خلکو د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.
 


د مطلب کود: 266673

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266673/د-اسلامي-همکاریو-سازمان-له-افغانستان-سره-مرستې-لپاره-خپل-چمتووالی-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com