دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 266673
د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ
د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړي استازي په کندهار کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې له افغانستان سره د دغه سازمان د ملاتړ پیغام اعلان کړ او د په افغانستان کې د ښځو او نجونو کار او زده کړو د ځنډولو پر پرېکړې د بیا کتنې پر اهمیت یې خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي همکاریو سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او د کندهار مرستيال والي مولوي حيات الله محب سره و کندهار ته د خپل سفر پر مهال کتلي.
 
همدارنګه د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال سره هم کتلي دي.
 
د اسلامي همکاریو سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د طارق علي بخیت او مارکس پوتزل تر منځ په لیدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه د افغانستان د خلکو د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.
 
https://avapress.com/vdcfevd0mw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته