کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار والي د بلخ د موقت والي په توګه وټاکل شو

20 حوت 1401 ساعت 11:43

باخترآژانس خبر ورکړ چې د محمد داوود مزمل په وژل کيدو سره د بلخ په اداره کې د ګډوډۍ د مخنيوي په خاطر د قندهار والي د بلخ د موقت والي په توګه وټاکل شو.


آوا - مزارشریف: د باختر دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، د اسلامي امارت «امیرالمؤمنین» له خوا د قندهار والي محمد یوسف وفا د روان کال ترپایه پورې د بلخ  موقت والي په توګه معرفي شو.
 
په دغه راپور کې راغلي، چې په يادو چارو کې د ګډوډۍ د مخنيوي په موخه موقت والي ټاکل شوى دى.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د روان کال د حوت په ۱۸مه د بلخ والي داوود مزمل په خپل دفتر کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
 


د مطلب کود: 266743

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266743/د-کندهار-والي-بلخ-موقت-په-توګه-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com