دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 266743
د کندهار والي د بلخ د موقت والي په توګه وټاکل شو
باخترآژانس خبر ورکړ چې د محمد داوود مزمل په وژل کيدو سره د بلخ په اداره کې د ګډوډۍ د مخنيوي په خاطر د قندهار والي د بلخ د موقت والي په توګه وټاکل شو.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د باختر دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، د اسلامي امارت «امیرالمؤمنین» له خوا د قندهار والي محمد یوسف وفا د روان کال ترپایه پورې د بلخ  موقت والي په توګه معرفي شو.
 
په دغه راپور کې راغلي، چې په يادو چارو کې د ګډوډۍ د مخنيوي په موخه موقت والي ټاکل شوى دى.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د روان کال د حوت په ۱۸مه د بلخ والي داوود مزمل په خپل دفتر کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
 
https://avapress.com/vdcdo90xsyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته