کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په راتلونکي کال کې به په لغمان ولایت کې نږدې ۲۱۵ زره نیالګي کېنول شي

21 حوت 1401 ساعت 15:33

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په لغمان ولایت کې د شنو نیالګیو د اېښودلو د ملي کمپاین له پیل وروسته به د نړیوال خوراکي سازمان په همکارۍ په راتلونکي کال کې په دغه ولایت کې ۲۱۳۹۰۰ تولیدي او غیر تولیدي نیالګي کېنوي.


آوا - کابل: نن یکشنبه د کب ۲۱ مه د چاپېریال ساتنې ریاست په یو لړ ټویټونو کې لیکلی، چې په لغمان ولایت کې د دغه ولایت د چارواکو په حضور کې د میوه لرونکو او غیر تولیدی واښو نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو.
 
د چاپېریال ساتنې ریاست وايي، سږ کال ۴۹۰۰ د بادامو ونې، ۱۰۵۰۰ د نخل، ۳۵۰۰ د جلغوزي ونې، ۱۰۰۰۰ د کاج ونې، ۱۸۵۰۰۰ د جلغوزي ونې، ۶۰۰۰۰ مالټي ونې او ۴۵۰۰۰ د زیتونو ونې په ټولیز ډول نېول شوي دي.
 
له دې وړاندې په کابل ولایت کې هم د شنو نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شوی و، چې تر دې مهاله په ټول پلازمینه کې زرګونه نیالګي کېنول شوي دي.
 
په همدې حال کې داسلامي امارت دچارواکو په وینا په راتلونکي کال کې به په ټول هیواد کې شاوخوا ۳۵ میلیونه میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کېنول شي.
 


د مطلب کود: 266830

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266830/په-راتلونکي-کال-کې-لغمان-ولایت-نږدې-۲۱۵-زره-نیالګي-کېنول-شي

آوا
  https://www.avapress.com