دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 266830
په راتلونکي کال کې به په لغمان ولایت کې نږدې ۲۱۵ زره نیالګي کېنول شي
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په لغمان ولایت کې د شنو نیالګیو د اېښودلو د ملي کمپاین له پیل وروسته به د نړیوال خوراکي سازمان په همکارۍ په راتلونکي کال کې په دغه ولایت کې ۲۱۳۹۰۰ تولیدي او غیر تولیدي نیالګي کېنوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن یکشنبه د کب ۲۱ مه د چاپېریال ساتنې ریاست په یو لړ ټویټونو کې لیکلی، چې په لغمان ولایت کې د دغه ولایت د چارواکو په حضور کې د میوه لرونکو او غیر تولیدی واښو نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو.
 
د چاپېریال ساتنې ریاست وايي، سږ کال ۴۹۰۰ د بادامو ونې، ۱۰۵۰۰ د نخل، ۳۵۰۰ د جلغوزي ونې، ۱۰۰۰۰ د کاج ونې، ۱۸۵۰۰۰ د جلغوزي ونې، ۶۰۰۰۰ مالټي ونې او ۴۵۰۰۰ د زیتونو ونې په ټولیز ډول نېول شوي دي.
 
له دې وړاندې په کابل ولایت کې هم د شنو نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شوی و، چې تر دې مهاله په ټول پلازمینه کې زرګونه نیالګي کېنول شوي دي.
 
په همدې حال کې داسلامي امارت دچارواکو په وینا په راتلونکي کال کې به په ټول هیواد کې شاوخوا ۳۵ میلیونه میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کېنول شي.
 
https://avapress.com/vdcaeinuw49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته