کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره د متقي لیدنه/ د بهرنیو چارو وزیر: دواړه لوري باید سوداګري او مرسته زیاته کړي

23 حوت 1401 ساعت 9:47

په کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یاسین ګیلدیف او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي سره په کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتور مسایلو باندي خبرې وکړې. د قزاقستان سفير په دې کتنه کې وويل چې هېواد يې افغانستان ته د يوه دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي له افغانستان سره خپلې اړيکې پراخې کړي.


آوا: د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د قزاقستان له سفیر سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې لا ښه شی او دواړه هیوادونه به له نویو فرصتونو څخه اعظمی استفاده وکړی.
 
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون دوشنبه (کب ٢٢) دغه خبر خپور کړى او ويلي يې دي، چې د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په کابل کې د قزاقستان له سفير عليم خان ياسین ګيلديف سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په بېلابېلو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري مسایلو خبرې وکړې.
 
د قزاقستان سفیر وویل: هېواد یې افغانستان ته د یوه دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي له دغه هېواد سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
 
د قزاقستان سفير د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په اړه وويل، تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو کچه ٩٠٠ مليونو ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله ٣٠٠ ميليونه ډالره زياته شوې ده.
 
هغه وويل: "د هغه هېواد به له افغانستان سره خپلو سياسي، سوداګريزو او بشري اړيکو ته دوام ورکړي او تمه ده چې له قزاقستان څخه د بشري مرستو يوه نوې جوپه ډېر ژر افغانستان ته راشي."
 
د قزاقستان سفیر همداراز زیاته کړه چې هېواد یې د افغان محصلینو د زده کړو لګښتونو ته ژمن دی.
 
په همدې حال کې مولوي امیر خان متقي د قزاقستان د بهرني سیاست هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: په سیمه کې له وروستیو بدلونونو سره، افغانستان او قزاقستان باید په ګڼو برخو کې مرسته زیاته کړي.
 
د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې افغان حکومت غواړي د هېواد په ډېرو برخو کې د اورګاډي پټلۍ جوړې کړي او په دې برخه کې د قزاقستان تخنیکي مرستو ته اړتیا ده.
 
همدا راز امیر خان متقي د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي په برخه کې په کابل کې د قزاقستان د سفارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه: د قزاقستان په استانه او الماتا کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ له مرکزي حکومت سره کاري اړیکې لري.
 
د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې لا ښه شي او دواړه هېوادونه به له نویو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
 
نوموړي د قزاقستان سفیر ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان له جنوبي اسیا سره د قزاقستان د نښلولو او د ټرانزیټي اسانتیاوو په رامنځته کولو کې همکارۍ ته چمتو دی.
 
په دې کتنه کې امیرخان متقی یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه هیڅ هیواد ته ګواښ نشته.
 


د مطلب کود: 266911

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266911/په-کابل-کې-د-قزاقستان-له-سفیر-سره-متقي-لیدنه-بهرنیو-چارو-وزیر-دواړه-لوري-باید-سوداګري-او-مرسته-زیاته-کړي

آوا
  https://www.avapress.com