دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 266911
په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره د متقي لیدنه/ د بهرنیو چارو وزیر: دواړه لوري باید سوداګري او مرسته زیاته کړي
په کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یاسین ګیلدیف او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي سره په کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتور مسایلو باندي خبرې وکړې. د قزاقستان سفير په دې کتنه کې وويل چې هېواد يې افغانستان ته د يوه دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي له افغانستان سره خپلې اړيکې پراخې کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د قزاقستان له سفیر سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې لا ښه شی او دواړه هیوادونه به له نویو فرصتونو څخه اعظمی استفاده وکړی.
 
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون دوشنبه (کب ٢٢) دغه خبر خپور کړى او ويلي يې دي، چې د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په کابل کې د قزاقستان له سفير عليم خان ياسین ګيلديف سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په بېلابېلو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري مسایلو خبرې وکړې.
 
د قزاقستان سفیر وویل: هېواد یې افغانستان ته د یوه دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي له دغه هېواد سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
 
د قزاقستان سفير د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په اړه وويل، تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو کچه ٩٠٠ مليونو ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله ٣٠٠ ميليونه ډالره زياته شوې ده.
 
هغه وويل: "د هغه هېواد به له افغانستان سره خپلو سياسي، سوداګريزو او بشري اړيکو ته دوام ورکړي او تمه ده چې له قزاقستان څخه د بشري مرستو يوه نوې جوپه ډېر ژر افغانستان ته راشي."
 
د قزاقستان سفیر همداراز زیاته کړه چې هېواد یې د افغان محصلینو د زده کړو لګښتونو ته ژمن دی.
 
په همدې حال کې مولوي امیر خان متقي د قزاقستان د بهرني سیاست هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: په سیمه کې له وروستیو بدلونونو سره، افغانستان او قزاقستان باید په ګڼو برخو کې مرسته زیاته کړي.
 
د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې افغان حکومت غواړي د هېواد په ډېرو برخو کې د اورګاډي پټلۍ جوړې کړي او په دې برخه کې د قزاقستان تخنیکي مرستو ته اړتیا ده.
 
همدا راز امیر خان متقي د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي په برخه کې په کابل کې د قزاقستان د سفارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه: د قزاقستان په استانه او الماتا کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ له مرکزي حکومت سره کاري اړیکې لري.
 
د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې لا ښه شي او دواړه هېوادونه به له نویو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
 
نوموړي د قزاقستان سفیر ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان له جنوبي اسیا سره د قزاقستان د نښلولو او د ټرانزیټي اسانتیاوو په رامنځته کولو کې همکارۍ ته چمتو دی.
 
په دې کتنه کې امیرخان متقی یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه هیڅ هیواد ته ګواښ نشته.
 
https://avapress.com/vdca6inu649nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته