دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۴۸
د مطلب کود : 79822
د بهرنیو چارو وزارت سر پرست په تهران کې د ایکو د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په یو ویشتمه غونډه کې کډون وکړ
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلی ضرار احمد عثمانی نن په تهران کې د اقتصادی همکاریو سازمان یا ایکو د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په یو ویشتمه غونډه کې کډون وکړ.
د دې سازمان مهمو اهدافو ته په اشارې سره، ښاغلي عثمانی وویل چې د دې سازمان د جوړېدو را هیسې چې شاوخوا درې لسیزه کیږی، د ایکو غړي هېوادونو د پام وړ لاس ته راوړنې درلودلي دي.
ښاغلي عثماني زیاته کړه چې تر اوسه هم ډېرې چارې شته چې دا سازمان کولای شي د سیمه ییزو همکاریو د ودې او د اقتصادي هملارتوب په برخه کې تر سره کړي. هغه وویل، "د لاس ته راوړنو او زمونږ په سیمه کې د لا نورو همکاریو په برخه کې د اوسني ظرفیتنو په مقایسې سره دا حقیقت په ډاګه کیږی چې زمونږ ملتونه اوږده لاره پر مخ لري ترڅو هغه کچې ته ځان ورسوي چې زمونږ خلک زمونږ څخه تمه لري."
ښاغلي عثماني همدارنګه وویل چې د سیمه ییزو همکاریو د ودې هدف، د افغانستان د بهرني سیاست یوه مهمه برخه جوړوي. هغه وویل، " افغانستان د سیمه ییزو همکاریو ټینګښت او پراختیا ته ډېر ارزښت ورکوي او د خپلو ګاونډیو او په سیمې کې نورو هېوادونو سره چې په جغرافیایي توګه له بل سره تړلي دي له هیڅ راز هڅو څخه دریغ ونه کړي." هغه زیاته کړه، " په دې برخه کې مونږ په کلکه توګه ژمن یو ترڅو د خپل له جغرفیایي او تاریخي موقعیت څخه د آسیا په زړه کې چې مرکزي آسیا، سویلي آسیا او منځنی ختیځ سره نښلوي، د ځمکني پله په توګه ګټه واخلو."
هغه همداراز زیاته کړه، " د دې لیدلوري د تحقق لپاره د سترو او بېلابېلو ننګونو سربېره مونږ هڅه کړې ترڅو د سیمه ییز اقتصادي هملارتوب د مرکز په توګه د افغانستان د ظرفیت د لوړلو لپاره فزیکې زیربناوې او لازم حقوقي چوکاټونه برابر کړو."
په دې برخه ښاغلي عثماني د استانبول بهیر ته چې د همکاریو، باور جوړنې تدبیرونو، او د ګټو وړ سیمه ییزو چارو کې له یو بل سره د کار کولو په لار کې د سیاسي ارادې د همغږي کولو مهم ګام دی اشاره وکړه.
ښاغلی عثماني همداراز د سیمه ییزو هېوادونو د پام وړ اهمیت باندې ټینګار وکړ چې له یو بل سره یوځای کار کوي ترڅو له تروریزم او مذهبي افراط پالنې او تعصب سره چې د سیمه ییزو همکاریو خنډ ګرځي، مبارزه وکړي. هغه وویل، " مونږ صادقانه همکاریو ته اړتیا لرو ترڅو د دې شبکو پټن ځایونه له منځه یوسو، د هغوی ارتباطي شبکې مختل کړو، مالي سرچینې یې قطع او د دغو شبکو د سازماندهۍ توان کمزوری کړو." د تروریزم او افراط پالنې د لومړني قربانۍ او د دې شومې پدیدې سره د جګړې د لومړي لیکې په توګه، افغانستان ژمن دی ترڅو د ټولو ستونزو سربېره د دې پدیدې پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي."
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0cde.w6d10az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته