دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۴۱
د مطلب کود : 45830
ولسي جرګه به د پاکستانه د راکټي حملو په اړه د بهرنیو چارو وزیر استجواب کړي
د ولسي جرګې پریکړه وکړه، چې د کونړ په سرحدي ولسوالیو د پاکستان له خاورې د راکټي حملو په اړه د بهرنیو چارو وزیر استجواب کړي.

ولسي جرګې په خپلې نننۍ غونډه کې همدا راز پریکړه وکړه، چې د هغې ځان وژونکې حملې په اړه چې د دې جرګې غړی احمد خان سمنګاني په کې ووژل شو، د پوښتنو لپاره د امنیتي ارګانونو مشران هم راتلونکې اونۍ خپلې یوې غونډې ته ور وبولي.

د ولسي جرګی دوهم منشې فرعاد عظیمی په دې اړه وویل:

(د چهار شنبی په ورځ د هېواد امنیتي مسولین او د بهرنیو چارو وزارت چارواکي به استجواب لپاره د سمنګانو د پیښې او له پاکستان څخه پر کونړ او نورو سیمو باندې د راکټې بریدونو په غبرګون کی را وغواړو.)

له پاکستان څخه د راکټي بریدونه او په هېواد کی د نامداره شخصیتونو ترور هغه پیښی دي، چې د خلکو او په ځانګړي توګه د ملي شورا غړي یي اندیښمن کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchv6nk.23nmxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته