دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 65751
د عمان سلطنت څخه د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر
 د افغانستان اسلامي جمهوریت او عمان سلطنت ترمنځ د شته دوستانه او همکارۍ د مناسباتو د پیاوړتیا په موخه او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په باب د دواړو هیوادونو د علاقمندۍ او د دغو اړیکو د لا زیاتې پراختیا په پام کې نیولو سره.
د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ۱۳۹۲ لمریز کال د غویي میاشتې ۱۵-۱۶ نیټې پورې د عمان سلطنت نه لیدنه وکړه او د دغه سفر په لړ کې یې د نوموړي هیواد د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي شهزاده سید فهد بن محمود آل سعید سره د دغه هیواد په وزیرانو شورا کې ولیدل.
همداراز د دغه سفر په لړ کې جلالتمآب د بهرنیو چارو وزیر او ورسره مل پلاوي د عمان د بهرنیو چارو وزارت له وزیر جلالتمآب یوسف بن علوي سره رسمي کاري ناستې ترسره کړې چې پکې د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزارت د ادارو یو شمیر مسوولینو هم ګډون درلود. 
په دغو ناستو کې د دواړو لوریو د علاقې وړ د بیلا بیلو موضوعګانو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا د لارو چارو په اړه خبرې اترې وشوې.
همدا ډول د عمان د بهرنیو چارو وزیر جلالتماب یوسف بن علوي بن عبدالله وویل چې د افغانستان ملګري ولس زیات غمونه ګاللي دي او د عمان سلطنت دغه غمونه احساسوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د شته تاریخي او اسلامي مشترکاتو په پام کې نیولو سره او دا چې افغانستان د ټیکاو، امنیت او پراختیا په نوي پړاو کې ځای لري، په اړه د عمان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې وویل چې افغان ولس د نړیوالې ټولنې له هر ډول ملاتړ نه برخمن دی ترڅو د یوه روښانه او د هیلو ډک راتلونکي له لارې د خپلو هیلو او تمو د لاسته راوړلو، امنیت او سوکالۍ په برخه کې مرسته وکړي.
همداراز دواړو لوریو په رسمي مذاکرو کې د یوه کاري ډلې د جوړولو په اړه خبرې وکړې څو د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ سیاسې مشورې ترسره کړي، او د یوه ګډ کمیسیون په جوړولو یې هوکړه وکړه.
د لیدونو په پای کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب ډاکټر زلمي رسول د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب یوسف بن علوي ته بلنه ورکړه چې د افغانستان نه لیدنه وکړي. د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په یوه مناسب وخت کې د سفر کولو سره دغه بلنه ومنله.
https://avapress.com/vdcb8zb0.rhbssp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته